په پېښور كښې د جمعې ورځې په مهال د سكيورټي فول پروف انتظامات

پېښور 16جون(اے پی پی)په پېښور كښې د جمعې ورځې په مهال د سكيورټي په بشپړه توګه هائي الرټ كړی۔د پوليس له مخې په ټوله ضلع كښې د امن او امان صورتحال په ځاې ساتلو لپاره د جمعې ورځې په مهال په ټولو عبادت ځايونو د وظيفې په مهال پوليس افسران او اهلكار چمتو و٬په دې مهال ايس پيز ډويژنل٬اېس ډي پي اوز او اېس اېچ اوز د امنيتي صورتحال پخپله څارنه كړې۔اېس اېس پي آپرېشنز هارون رشيد خان وئېلي دي چې د ټولې ضلعې په داخلي او خارجي لارو ناكه بندي جوړې كړي٬هر راتلونكي تن٬موټرسائيكل ناستو او د ګاډو چيكنګ لړۍ سخته كړی۔د ټولو مذهبي٬اقليتونو عبادت ځايونو امنيت تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده