ګورنر حاجی غلام علی سره د وزیرستان په مشرانو د مشتمل 11 كسيزه پلاوي ملاقات

پېښور 16 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی سره ګورنر هاؤس پېښور كښې د وزیرستان په مشرانو مشتمل 11 كسيزه پلاوي ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې د ګرینډ جرګه وزیرستان چیئرمین مفتی مصباح الله، چیف آف وزیرستان ملك نصر الله او چیف آف کابل خیل ملك عبدالقادر موجود وو۔ پلاوي په سيمه ايزو مسئلو او پېښو مشکلاتو په تفصیلی ډول د خيالاتو څرګندونه وكړه او د هغې حل لپاره ئې د ګامونو پورته كولو خواست کړې۔ ګورنر پلاوي ته د مسئلو حل لپاره په سمدستي توګه د احکامات جاری کولو او د ضم شوي ضلعو د اولس بشپړه مرستي باور وركړو۔ په دې موقع د ګورنر حاجی غلام علی ووئيل د ضم شويو ضلعو مسئلو حل كولو ته خاص پام لرنه كولې شي، موجوده حکومت او وزیراعظم شهباز شریف قبائلی سيمو لپاره فنډز بيل كړي كوم سره به چې پرمختګ او سوكالي رامخې ته شي۔ ده ووئيل ستونزې شته خو مونږ له به د دې مقابله كول وي