د خېبر پښتونخوا ګورنر سره نګران صوبائی وزیر رحمت سلام خټك په مشرۍ كښې 4 كسيزه پلاوي وليدل

پېښور 15 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی سره د پېښور په ګورنر هاؤس كښې نګران صوبائی وزیر رحمت سلام خټك په مشرۍ كښې 4 كسيزه پلاوي ليدلي دي۔د ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي كښې ظریف المانی اېم ډی ایلیمنټری ایجوکیشن فاؤنډیشن او جاوید خان ډپټی مینیجنګ ډائریکټر شامل ؤ۔ ملاقات په مهال ایلیمنټری ایجوکیشن كښې ښه والي او تعلیمی نظام كښې اصلاحات په اړه خبري اتري شوي