د خېبرپښتونخوا د رېليف محكمې د طوفان او بارانونو له امله په ځپليو ضلعو كښې د زيانونو سروے لپاره كمېټۍ جوړې كړې دي

پېښور 15جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د رېليف محكمې د اوسني تېز هوګانو او طوفاني بارانونو له امله ځپليو ضلعو بنو٬لكي مروت٬ډي آئي خان او كرك كښې د زيانونو سروے لپاره كمېټۍ جوړې كړی دي۔رېليف سېكرټري عبدالباسط له مخې جوړې كړی شوې كمېټۍ به د زيانونو اسسمنټ رپورټس مرتب كولو سره د جمعې په ورځ تر 16 جون تفصيلي رپورټس جمع كوي۔په كمېټو كښې تكنيكي پوهان او د پي ډي اېم اے اعلٰی افسران شامل دي