پېښور 14 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنرحاجی غلام علی سره ګورنر هاؤس پېښور كښې كرم ضلعې سره تعلق لرونكي 5 كسيزه پلاوي د قاری افسر خان په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې د تحصیل چیئرمېن سینټرل کرم احسان الله، محمد اورکزئی صدر ټیچرز ایسوسی ایشن ضلع کرم،مفتی حبیب الرحمن، سخی مرجان او نور شامل وو۔د ملاقات په مهال د کرم په مسئلو په اړه خبرې اترې وشوې۔