
اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پاكستان بېت المال منېجنګ ډائريكټر ملك عامر فدا پراچه وئيلي دي چې د پاكستان بېت المال د ټولو چارو پراجېكټس پشمول د ټولو چارو ډيجيټيلائزېشن عمل پېل كړې شوې دې٬ دې سره به نه يوازې سپېځلتيا راشي بلكې قامي او نړيوال ډونرز به هم په كار خېر كښې د برخې اچولو لپاره راغب كړې شي٬ په 50 سويټ هومز كښې تعليم ترلاسه كوٶنكي يتيمانانو ته تر ګرېجوېشن د تعليم وركولو پرېكړه شوې ده٬ يتمانانو لپاره به په ښاريو كښې يوتھ هاٶس جوړولې شي۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ قامي خبر رسنې ادارې “اېسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان” (اے پي پي) سره خپلې خاص مركه كښې كړې۔ ملك عامر فدا پراچه ووئيل د پاكستان بېت المال له مخې د مرستې بېلې منصوبې چې پكښې شيلټر هومز، سويټ هومز، پاكستان تھيلے سيميا سينټر، انفرادي مالي معاونت، وېمن اېمپاورمنټ سينټرز، پاكستان بېت المال سكول، پرسن ود ډس ايبلټي او د اولډ اېج هوم پشمول د بېلا بېلو رنځونو درملنې پحقله طبي معاونت شامل دے، 22۔2021 په مهال پاكستان بېت المال څخه د طبي معاونت 13719 كېسز، د تعليمي وظائف 5 زره 769، د اېجوكيشن سټاپن 18 زره 375، سپيشل پرسنز 5 زره 68 او شيلټر هومز څخه يو كروړ 75 زره 716 كسان مسفيد شوي۔ ده ووئيل كله چې ما د دې ادارې ذمه وارۍ پغاړه واخستې نو د هېواد او غېر ملكي ډونرز دې كار خېر پلو راغب كول زمونږ وړومبۍ ترجيح وه دې لپاره د ادارې د پراجېكټس پشمول د ټولو چارو ډيجيټلائزېشن ضروري ٶ٬ دې لپاره په جنګي بنيادونو كار پېل كړې شو، دې سره اداره’’ پېپر ليس‘‘ او په منصوبو كښې به لا سپېځلتيا راشي او د ډونرز اعتماد به هم زيات شي۔ ملك عامر فدا پراچه ووئيل كوچينان كوم چې د سماعت او وېنا نه محروم وي مور پلار لپاره د لوي ازمېښت نه كم نه وي٬ د دې درملنه هم ډېره ګرانه ده ٬ د يو كوچني په كوكلر ايمپلانټ تقريبا 19 لكه روپۍ خرڅ كېږي كه دې كوچنيانو ته دا آلات ولګي نو دوي به اورېدل او وېنا كول پېل كړي٬ دا ايمپلانټ دې كوچنيانو لپاره” لائف چېنجر” ثابتېږي۔ د وفاقي وزيرې شازيه مري، زمونږ د ډويژن٬ د خزانې سېكترانو او زمونږ د ټولو هڅې په ځائ شوې دي٬ اوس د سماعت طاقت او د وېنا نه محروم كوچنيانو (تر پنځو كالو) ته كوكلر ايمپلانټ د پاكستان بېت المال په بجټ كښې شامل كړې شوې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زما به وړومبي هڅه دا وي چې د كوكلر ايمپلانټ دوه نيم اربه ماليت زېرې التواء كېسونه ترسره كړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان بېت المال په ګرد هېواد كښې 50 سويټ هومز دي چرته چې د يتيمانانو پالنه كېږي٬ پاكستان بېت المال په هره ضلع كښې ويمن ايمپاورمنټ سينټرز چلوي، سټريټ چلډرن لپاره په هره ضلع كښې د اېس آر سي اېل په نامه سكولونه چلېږي٬ هر ډول ميډيكل، سرجري او داروګانو لپاره مرسته، كوم زده كوٶنكي چې د لوړو زده كړو خپل خرڅونه نشي برداشت كولې ھغوي ته سكالرشپ وركوٶ۔ ده ووئيل دې ټولو پراجيكټونو لپاره موجوده بجټ ډېر كم دے او د دې زياتولو لپاره به هڅې كوم۔ اېم ډي ملك عامر فدا پراچه ووئيل زه اوپن ډور پاليسي لرم مونږ له داسې كسان راځي چې ورته ناڅاپي د مالي مرستې ضرورت رامخې ته كېږي٬ د شاك آبزرور په توګه د ادارې د اوپن ډور پاليسۍ له مخې ځپليو سره خپله ملاوېږم او د سياسي تړون يا د رنګ او نسل نه پرته په سمدتي توګه د دې ازلې لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوم۔ ملك عامر فدا پراچه ووئيل د پاكستان بيت المال يو اوږد سفر دے، د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په دور كښې په كال1991 كښې دې ادارې خپل سفر پېل كړې٬ ھغه وخت به ميډيكل او ځيني مالي مرسته كېده٬ وخت سره سره د دې په نوعيت كښې اضافه كېده٬ د بېنظير بھټو دور راغې نو په دې اداره كښې ويمن ايمپاورمنټ سينټرز پېل شو٬ په كال 2008 كښې سويټ هومز پېل شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بېت المال لپاره په بجټ كال 24-2023 كښې يو ارب روپۍ اضافه تجويز كړې شوې ده، د تېرو دريو كالو راهسې د ادارې په بجټ كښې اضافه نه وه شوې ٬ بلكې 50 كروړه كمې پكښې شوې ٶ۔ ده ووئيل پاكستان بېت المال سټريټ چلډرن لپاره په سكولونو كښې تر پرائمري تعليم وركولې كېدو٬ ما راتلو سره دا تر اتم كلاس كړو٬ دغسې وړومبې به په سويټ هومز كښې تر مېټرك تعليم وركولې كېدو ما دا زياتولو سره تر ګرېجوېشن كړې دې۔ ده ووئيل په اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې يتيمانانو لپاره يوتھ هاٶس جوړ كړې شوې دي، مرحله وار به پاتې ښاريو كښې هم يوتھ هاٶس جوړولې شي۔ ده ووئيل د سكالرشپ پحقله پوهنتونونو ته وئيلې شوې دي٬ چې ھغوي كليوالو٬ لرې پرتو او بلوچستان لپاره په اضافي كوټه عملدرآمد باوري كړي٬ تعليمي وظائفو سره ډېر زده كوٶنكي د دې جوګه شوي دي چې ھغوي د هېواد او قام خدمت كوي