ډېره اسماعيل خان 13 جون (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وزير مملکت فېصل کريم کنډي په مفتي محمود روغتون كښې د برن اينډ پلاسټك سرجري يونټ پرانسته كړې٬ په دې موقع پخوانې پارلماني غړې احمد کريم کنډي، د ګومل ميډيكل كالج ډين ډاکټر نسيم صبا محسود، د مفتي محمود روغتون ډائريکټر ډاکټر عمر شاه استرانه، ميډيكل ډائريکټر ډاکټر محمد وسيم، نوموړې سماجي كاركن شاکر خان کنډي، د روغتون ډائريکټر ډاکټر فرخ جميل، د پيپلز پارټۍ ضلعي صدر ملك فرحان افضل دھپ او نورو لوړ پورو سره سره د سيمې مشران هم په دې موقع موجود وو