پېښور 13 جون (اے پي پي) د پیپلز ګوند خېبر پښتونخوا صدر او وزیر مملكت محمد علی شاه باچه وئيلي دي چې د بلاول بھټو زرداری د 17جون سوات جلسه به تاریخی ثابت شي۔ده ووئيل پیپلز ګوند اولسي رابطه مهم او وركرز كنونشن كښې د اولس جوش او جذبه كتلو سره مخالفین يريدلي دي۔ده ووئيل كاركنان دې صبر او تحمل سره خپل انتخابی مهم مخ په وړاندې بوځي،راروان حكومت به د پیپلز ګوند وي۔محمد علی شاه باچا ووئيل پی اېس اېف، پیپلز یوتھ، پی ډی ایف پیپلز لائرز ټول ونګز په ګوند كښې د ملا د تير حیثیت لري۔پی پی پی خېبر پښتونخوا ذیلی ونګز ډویژن او ضلعی تنظیمنه په 17 جون د بلاول بھټو زرداری د سوات جلسه كامیابولو كښې دې خپل كردار ترسره كړي