پېښور 12 جون (اے پي پي) د كال 2023 په ابتدائي پنځو مياشتو او 12 ورځو كښې په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ په 41 بريدونو كښې141 پوليس اهلكار شهيدان او 222 ژوبل شوي دي۔ د ګل په ورځ د جاري رپورټ له مخې د ترهګرۍ په بريدونو كښې هدفي وژنې هم شاملے دي،په دې بريدونو كښې 222 پوليس اهلكار ژوبل شوې هم دي۔ د پوليس رپورټ له مخې جنور كښې 116 پوليس اهلكار شهيدان او 189 ژوبل شوې٬ فروري كښې دوه اهلكار شهيدان او 5 ټپيا٬ مارچ په مياشت كښې اووه اهلكار شهيدان او اتلس ژوبل شوي، اپرېل كښې اته پوليس اهلكارشهيدان او پنځه ژوبل شوي٬ مئي كښې پنځه شهيدان او څلور ټپيان شوي دغسې په جون كښې درې شهيدان او يو ژوبل شوې