د طوفان او بارانونو له امله ځپلې شوې ضلعو ته اعلان شوې مالي مرستې وركولو له به ټول وسائل كارولې شي۔ اميرمقام

پېښور 11 جون (اے پي پي) د وزيراعظم سلاحكار امير مقام بنو، لکي مروت، کرك خېبر پښتونخوا او د هېواد په نورو سيمو كښې د طوفاني بارانونو د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي مونږ ټولو ځپليو سره ولاړ يو او حكومت به په دې سخت وخت كښې د طوفان او بارانونو له امله ځپلې شوې ضلعو ته ټولې اعلان شوې مالي مرستې وركولو لپاره ټول وسائل كاروي۔ ميډيا سره په خبرو كښې انجينئر امير مقام ووئيل د بارانونو له امله په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كوم٬ وزيراعظم شهباز شريف په ټول صورتحال نظر ساتلے دے ٬ ده ووئيل پېسكو 1260 فيډرز لري چې پكښې 300 نزدې د طوفاني بارانونو له امله خراب شوې دي، وړومبې د روغتونون برېښنا بحال شوې ده٬ په 64 فيډرز كار روان دے ۔ ده د دې خبرې انكشاف وكړو چې د زيان اندازه د 500 مليونه نه زياته ده٬ د معاوضو اعلان د وړاندې نه شوې دې۔ ده ووئيل د يوټېلټي سټورز د لارې د اربونو سبسډي سره د خېبرپښتونخوا له د 19 اربه روپو مفت اوړه وركړې شوې دي٬ د تعطل نه غېر د صوبو ترمېنځه د اوړو رسد جاري ساتلو لپاره ټولې پوستې ختم كړې شوې دي٬ ټاكنې به سل فيصده كېږي او كه پاك پروردګار ته منظور وي په روان كال كښې به كېږي