“شندور پولو فېسټول” د جولائي 7مې نيټې څخه پېل كېږي

پېښور 11 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ تر سېوري لاندې د اپر چترال په ښائسته سيمه شندور كښې به ” شندور پولو فېسټيول” د جولائي 7مې نه تر 9مې نيټې كېږي۔ په پولو فېسټول كښې به د كوز چترال او بر چترال سره سره د ګلګت بلتستان ډلو ترمېنځه مقابلې كېږي۔ د خېبرپښتونخوا کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ چارواكو وئيلي دي چې په مېله كښې به ملكي او غېر ملكي سېلګرو ته هركلے وايو٬ د شندور مېلې تيارو پحقله چارواكو ووئيل چې په دې لړ كښې تيارۍ بام ته رسېدلې دي او د سېلګرو تفريح لپاره به صوبې او د ګلګت بلتستان د روايتي موسيقۍ محفلونه كولې شي۔ چارواكو ووئيل چې د کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ لخوا د اپر چترال په سرلاسپور سيمه كښې سېلګرو لپاره کېمپنګ پاډز هم نصب كړې شوې دي كوم چې به د فېسټول نه وړاندې سېلګرو لپاره بېرته كولې شي۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال په فېسټول كښې د چترال د پولو ډله بريالۍ ګرځولې شوه وه۔