اېبټ آباد كښې د ټرافيكي پېښې په مهال 4 تنه ژوبل

اېبټ آباد 09 جون(اے پی پی)په اېبټ آباد كښې د سلهډ فارسټ چك پوستې سره نزدې په ټرافېكي پېښه كښې څلور تنه ژوبل شوي۔د اېبټ آباد رېسكيو 1122 وياند له مخې كنټرول روم ته په اطلاع ترلاسه كېدو ايمبولينس او طبي عمله د پیښې ځاې ته ورسېده۔د رېسكيو مېډيكل ډلې ژوبل شويو ته ابتدائي طبي مرسته وركولو سره ډي اېچ كيو روغتون ته منتقل كړي