د سوات مينګورې سبزي منډۍ ته نزدې د نامعلومه كسانو په د دوه پوليس اهلكارو پشمول درې كسان شهيدان شول

سوات 08 جون (اے پي پي)د سوات په مينګوره سيمه كښې سبزي منډۍ ته نزدې د نامعلومه كسانو په ډزو د دوه پوليس اهلكارو پشمول درې كسان شهيدان شوي۔د پوليس له مخې د مينګورې سبزي منډۍ ته نزدې د نامعلومه كسانو په ډزو كښې د وظيفې ترسره كولو په مهال دوه پوليس اهلكار عمران خان او اشرف علي شهيد شوي۔ پېښه كښې د حبيب بانك سيكورټي ګارډ موسٰی خان سخت ژوبل شو كوم چې روغتون ته له منتقل كېدو وروستو د زيات ژوبل كېدو له امله په حق ورسېدو۔ د پیښې نه پس پوليسو سيمه په ولقه كښې اخستلو سره د پلټنيو عمليات پېل كړل