د واپډا چيئرمېن ليفټيننټ جنرال (ر) سجاد غني د ديامر بھاشا ډيم پراجيکټ دوره

ګلګت 07 جون (اے پي پي) د واپډا چيئرمېن انجينئر ليفټيننټ جنرال (ر) سجاد غني د ديامر بھاشا ډيم پراجيکټ دوره كولو سره د پراجېكټ د بېلا بېل سائيټس د تعميراتي كار جاج واخست۔ په دې موقع چيئرمېن ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې دا مهال د ديامر بھاشا ډيم پراجيکټ په ديارلسم سائټس تعميراتي كار په يو وخت جاري دي، ديامر بھاشا بند لپاره به د سندھ درياب د اوبو مخ سږ كال په نومبر كښې راړولې شي، د دريائے سندھ د اوبو مخ راړول د ديا مر بھاشا ډېم جوړولو لپاره اهم ترين هدفونو كښې يو دے، د اوبو د مخ راړولو نه پس به سندھ درياب د ډائي ورشن سسټم څخه تېرېدو سره بيا خپل قدرتي لارې سره ملاٶ شي۔ په دې موقع د واپډا چيئرمېن د پراجيکټ په سائټ د جوړ شوي فېلډ روغتون پرانسته هم وكړه۔ د ياونې وړ ده چې په ديامر بھاشا ډېم كښې د 8.1 مېليونه ايکړ فټ اوبو ذخيره كول او د 4 زره 500 مېګاواټ د كم لګښت پن برېښنا به پېدا كېږي۔