كراچي 06 جون(اے پی پی)د سندھ ګورنر كامران خان ټسيوري سره د متحده عرب امارات نوموړي كاروباري شخصيت سهيل محمد الزروني په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړې۔په ملاقات كښې د روغتيا او زده كړو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ۔د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل چې په قدرتي آفت كښې متحده عرب امارات زياته برخه اخستلو سره د سندھ صوبې مرسته كړې۔ده ووئيل چې د يو اے اي سرمايه كار دې په صوبه كښې سرمايه كاري وكړي٬هغوي ته به هر ممكن آسانۍ وركولې شي۔