د بلوچستان اعلی وزير د عبد الواحد بنديګ په مړينه خواشيني اوښودله

کوئټه۔6جون(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو د بلوچۍ ژبې نوموړي ادبي شخصيت صحافي او د بلوچي اكېډمي كوئټه پخواني چيئرمېن عبد الواحد بندېګ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ دغمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل ارواښاد بلوچي ادب او ژبې لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي او د ده په حق رسېدو سره د بلوچۍ ژبې په ادب كښې يوه خلا رامخې ته شوې ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔