پیښور 05 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ غړې علي وزير وئېلي دي چې حكومت دې كوز وزيرستان كښې د اوسنيو بارانونو او ږلۍ د لاسه د شوي زيان ازالې لپاره خاص پیكج اعلان كړي۔په خپل بيان كښې ده ووئيل چې په كوز وزيرستان وانا كښې د ږلۍ له امله فصلونو او باغونو ته زيات زيان رسېدلے دے۔ ده ووئيل چې د وانا د خلكو د معاش 80 فيصده برخه د مېوؤ باغونو او سبزيانو سره تړلې ده٬د ږلۍ په سبب باغونه او سبزيانې په بشپړه توګه تباه شوي۔ ده ووئيل د دغې سيمې اولس په دې سخت وخت كښې مرستې ته سترګې په لار دي۔