پېښور د عوامي نېشنل پارټۍ د پي كے 82 د سوشل ميډيا ايکټيوسټس او ذمه وارو غونډه

پېښور 02 جون (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ د پي كے 82 د سوشل ميډيا ايکټيوسټس او ذمه وارو غونډه په باچا خان مركز پېښور كښې شوې چې پكښې د پارټۍ صوبائي عمومي سېكتر سردار حسېن بابك، د كلتور سېكتر خادم حسېن او د پي كے 82 نومولې شوې كانديد حاجي فرهاد خان وېنا كړې۔ په غونډه كښې د سوشل ميډيا د فعال ملګرو ډاډګيرنه وشوه او د پارټۍ بيانيه لا په موثره ډول اولس ته رسولو لپاره په آئنده لائحه عمل هم تفصيلي غور وشو