لاهور 02 جون (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف صدر او پخواني وزيراعلٰې چوهدري پروېز الهي وئيلي دي چې د پاك پوځ پلوي يم٬ پرېس كنفرنس به نه كوم٬ په پي ټي آئي كښې وم٬ يم او يم به۔ د جمعې په ورځ په ضلع کچهري جوډيشل عدالت كښې د پېشۍ په موقع ميډيا سره په غېر رسمي خبرو كښې ده ووئيل بې ګناه يم ٬ ما د چا په ضد سياسي مقدمه نه وه جوړه كړې۔ د يادونې وړ ده چې چوهدري پروېز الهي تېره ورځ اېنټي كرپشن لاهور نيولې ٶ٬ په ھغه په سركاري ټهېكو كښې د كمېشن د اخستو په تور مقدمه درج ده ٬ د ھغه په ضد د لاهور په تهاڼه كښې په كار سركار كښې د مداخلت او په پوليس د تشدد مقدمه هم درج ده