پېښور 02 جون (اے پي پي) د پاك افغان سوداګرو په تجارتي حجم كښې د اضافې او په دې لړ كښې د خنډانو لرې كولو لپاره د پولو دواړو اړخونو لخوا سوداګرو ورورولۍ ته د رامخې ته مسئلو په سمدستي توګه د حل كولو مطالبه كړې ده٬ كه دې مسئلو ته پام ونه كړې شو نو دا مسئلې به لا زياتې شي او په منطقه كښې به تجارت كښې كمې راشي۔ دا خبرې د پاكستان او افغانستان سوداګرو د كسټمز څانګې لپاره په طورخم كښې د يوې غونډې په مهال كړې د كومې مشري چې اېډيشنل كلكټر اپرېزمنټ طورخم محمد رضوان كوله۔ د غونډې مقصد د دواړو هېوادونو سوداګرو سره سره د حكومتي عهدېدارو ترمېنځه د مسئلو حل او په دوه اړخيزه تجارت كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره د خبرو اترو اهتمام كول وو۔ په غونډه كښې د دواړو هېوادونو د جوائنټ چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري ( پي اے جے سي سي آئي ) ډائرېكټر ضيا الحق سرحدي، د پاك افغان جوائنټ چيمبر نائب صدر خالد شہزاد او نور اړوند عهدېدار هم موجود وو۔