د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمن د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

لاهور 01 جون (اے پي پي) د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمن په پاك ايران پوله د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره د ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو امنيتي اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د غندنې خپل پېغام كښې ګورنر د ترهګرو په مړانه مقابله كولو شهيد شوې امنيتي اهلكارو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ د نه هېرېدو دي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړه