وزيراعلٰې محمد اعظم خان په شمالي وزيرستان كښې د پوليو په ډله بريد وغندلو

پېښور 31 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا لنډمهاله وزيراعلٰې محمد اعظم خان د شمالي وزيرستان په اسپين وام سيمه كښې د پوليو په ډله د ترهګرو د بريد غندنه كولو سره د امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې۔ د غندنې خپل بيان كښې ده د شهيد شوي كورنۍ سره د يوالي څرګندونه كولو سره د هغه لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ ده ووئيل د پوليو په ډلو بريد كوٶنكي زمونږ د كوچنيانو د محفوظ سباٶن دښمنان دي۔ محمد اعظم خان د ډزو په پېښه كښې د ژوبل شوي پوليس اهلكار زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه