شمالي وزيرستان كښې د پوليو په ډله بريد٬ يو پوليس كانسټېبل شهيد٬ يو ژوبل

پېښور 31 مئي (اے پي پي) د شمالي وزيرستان په سپانوام سيمه كښې نامعلومه عسكريت خوښو د پوليو په ډله بريد كړې چې په نتيجه كښې ئې يو پوليس كانسټېبل شهيد او بل ژوبل شوے۔ د پوليسو له مخې د پوليو ډله د پوليو څاڅكو وركولو كښې مصروف وه چې نامعلومه وسله والو په دوئي ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې ئې يو پوليس اهلكار په ټكي مړ او بل ژوبل شو٬ رېسكيو ډلې شهيد او ژوبل شوې پوليس اهلكار ضلعي روغتون ته منتقل كړي٬ د پېښې نه سمدستي وروسته ضلعي پوليس او امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره د لټون عمليات پېل كړل