په اتومي پاكستان د ګردې نړۍ مسلمانان وياړ لري ٬ چوهدري حامد حميد

سرګودھا۔31مئی (اے پی پی) د وزيراعظم مرستيال چوهدري حامد وئيلي دي چې په اتومي پاکستان د ټولې نړۍ مسلمانانو ته وياړ دے٬ اولس به د ډاکټر عبدالقادر خان، ذوالفقار علي بهټو او نواز شريف احسانونه هيڅکله هير نه کړي۔ د يوم تكبير مناسبت سره په راجوړه كړې شوې دستوره كښې د نفسياتو ماهر ډاکټر شمس الدين احمد خان، اسد اكرم كوچيل، كاروباري ټولنې او نورو شخصيتونو ګډون وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال چوهدري حميد دستورې ته خپله وېنا كښې ووئيل د کلمې طیبې په نوم رامنځته شوي دې هېواد ته د زيان رسولو ناپاكه ارادې به كله هم ترسره نه شي۔ ده ووئيل نن د اتومي قوت كېدو په بركت دښمنان پاکستان ته په خيرنه سترګه نه شي کتلې۔ ده ووئيل دا مهال پاكستان سخت وخت څخه تېرېږي خو دا سخت وخت به ډېر زر ختم شي او پاكستان به د پرمختګ په لاره روان شي۔ نوموړي سائيكاټرسټ ډاكټر شمس الدين احمد خان ووئيل مونږ ډاكټر عبد القدير خان او اتومي سائنسدانانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ټول قوم د پاكستان اتومي قوت جوړونكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل پاك پوځ د كوم هم دښمن مقابله كولې شي۔ په دې موقعه د تكبير ورځې كېك پرېكړې شو۔ په دې مهال دستوره كښې ګډون كوؤنكو د هېواد سلامتيا له دعا وكړه۔