د كامران بنګش د 9 مئي په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد د كاروائي غوښتنه

پېښور31 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا پخواني وزير كامران بنګش په 9 مئي د شويو بريدونو غندنه كولو سره د ككړو كسانو په ضد د كاروائي كولو غوښتنه كړې۔ ده په خپل پېغام كښې وئېلي دي چې د هر پاكستاني وګړي پشان زه هم د 9 مئي په پېښه خفه يم۔ ده ووئيل چې په سركاري او نجي املاك بريدونه د قبلولو وړ نه دي او داسې عناصر دې نه يوازې په ګوته كړی شي بلكې هغوي ته دې د قانون له مخې سزا وركړې شي۔ده ووئيل چې مونږ د پاك پوځ احترام كوو او د هغوي د قربانو قدر كوو