مانسهرہ، په هزاره اېكسپرېس وے ترافيكي پېښه ٬ 5 كسان ټپيان

مانسهرہ ۔31 مئی (اے پی پی) په هزاره اېكسپرېس وے پانو انټر چېنج ته نزدې د كېري ډبې اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان ژوبل شوي دي۔ د ریسکیو 1122 مانسهرې له مخې د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو اېمبولېنس طبي عملې سره سمدستي د پېښې ځايې ته ورسېد۔ طبي ډلې 5 ژوبل شوي كسان رېسكيو كولو سره كنګ عبد الله روغتون ته منتقل كړل۔ په پېښه كښې ژوبل شوي كسان باراں څخه پېنډۍ ته روان وو۔