شهيد شوے كانسټېبل جمشېد سركاري درناوي سره خاورو ته وسپارلے شو

پېښور۔ 30 مئی (اے پی پی) په مهمند ضلع كښې د ترهګرو په ډزو شهيد شوے كانسټېبل جمشېد سركاري درناوي سره په خپله سيمه كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ كانسټېبل جمشېد د مهمند ضلعې صافي تحصيل په قند هاروان آمان غنډے پوسته د شرخوښو په بريد كښې ژوبل شوے وو كوم چې په اندېښمن حالت كښې اېل آر اېچ ته منتقل كړے شو چرته چې دې د زيات ژوبل كېدو له امله په حق ورسېد۔ د ده د جنازې لمونځ په ملك سعد شهيد پوليس لائنز پېښور كښې ادا كړے شو په كوم كښې چې آئي جي پي (كے پي كے) اختر حیا ت خان ،سی سی پی او (پېښور) سید اشفاق انور ، ایس ایس پی آپریشنز هارون الرشید ، ایس ایس پی انوسټی ګېشن شهزاداہ کوکب فاروق ، ډی پی او مهمند محمد ایاز خان او د اېس پی انوسټی ګېشن ظریف خان په شمول نورو پوليس چارواكو ګډون وكړو۔ د پولیس يو چټك ډلې ده ته سلامي وړاندې كړه او آئي جي اختر حیا ت خان ، ډی پی او محمد ایاز خان او اېس پی انوسټی ګېشن ظریف خان د شهيد په تابوت د ګلونو څادر واچولو او ده لپاره يۍ د بخښنې دعا وغوښتله۔ دې څخه وروستو شهيد كانسټېبل سركاري درناوي سره د خپل كلي په مقبره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ په دې موقعه آئي جي پي د شهيد كورنۍ سره خپلو خبرو كښې د قدر وړ خذماتو په وړاندې كولو شهيد ته د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كړې۔ ده ووئيل د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي او شهيد د وينې بدل به اخستلې شي۔ ده ووئيل ككړ كسان به ډېر زر خپل انجام سره مخ كړې شي۔