
پېښور ۔29مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلی محمد اعظم خان وئيلي دي چې د سيمې حالات په پخوانيو قبائيلي ضلعو تر ټولو زيات اغېزمن شوي دي چې له امله يې د دې ضلعو خلک د تېرو څلويښتو کالو راهسې د مختلفو ستونزو سره مخ دي۔ د قبایلي ضلعو د ستونزو هوارولو او دغلته د خلکو د محروۍ احساس لرې كولو ته بايد ځانګړې پام وګرځولے شي٬ كه هر څو پخوانۍ قبائلي سيمي خيبرپښتونخوا کښي ضم کړي شوي ولي بجټ کښي د دوي برخه صوبې ته نه ترلاسه كېږي، قبائلي ضلعې 50 لاکه نفوس لري ٬ دوئي بايد د دوئي جائز حق وركړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قطبي وزيرستان ځوانانو لپاره د پېشه ورانه تربيتي پروګرام د پايې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ د دې اهتمام په وزيرستان كښې په ګېس فيلډ كار كوؤنكې يوې كمپنۍ ماړی پټرولیم کمپنۍ د سرحد رورل سپورټ پروګرام په مرسته كړې وو۔ د دې لاندې د وزیرستان 110 ځوانانو ته په بېلو څانګو كښې تكنيكي تربيه وركړې شوه۔ وزیراعلی د دې عزم څرګندونه وكړه چې ضم شويو ضلعو ته د دوئي جائز حقونو وركولو له به په هره كچه هڅې روانې ساتلې شي۔ ده ووئيل قبائلی اولس ته د پېښو ستونزو حل كولو له مې په اونۍ كښې يوه ورځ مخصوص كړې ده٬ دوئي صوبائي حكومت سره د اړوندو مسئلو حل كولو له د زيارت په ورځ وزیراعلی ھاؤس ته راتللې شي ٬ ددې فوري حل له به اړوندو چارواكو ته احكامات جاري كولې شي۔ ده تربيه ترلاسه كوؤنكو ځوانانو ته مباركي وركولو سره په دوئي زور راوړو چې تربيه كارولو سره نه يوازې ځان له د روزګار پېدا كولو هڅې وكړې شي بلكې خپلې كورنۍ او سيمې له هم كار وكړي۔ وزیراعلی په تربيه وركولو د ماړی پټرولیم کمپنی، اېس اېن جی پی ایل او او د سرحد رورل سپورټ پروګرام چارواكو مننه وكړه۔ دستورې ته د اېس آر اېس پی چیف اېګزېکټیو آفیسر شهزادہ مسعود الملک او د ماړی پټرولیم کمپنۍ برېګېډئر ریټائرډ اسد په شمول د شمالي وزيرستان قبائلي مشرانو هم خطاب وكړو۔ د دستورې په پايه كښې وزيراعلی تربيه ترلاسه كوؤنكو ځوانانو ته سندونه هم وركړل۔