صوبائي حكومت ايران او افغانستان سره د تجارتی فعالیتونو ګړندی کولو هڅې كوي٬ د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔29مئی (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي خان کاکړ وئيلي دي چې د صوبې نه د غربت او پسماندګۍ ختمولو په لړ کښې سوداګر او صنعتکاران په هيڅ صورت له پامه نه غورځولے شي او يوازې د پولې تجارت پراختيا او سوداګرې ورورولۍ ته د ضروري سهولتونو وركولو د لارې د وروسته پاتې والي او بې وزلۍ ستونزې په اسانۍ سره له منځه وړل کېدی شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د نوابزاده محبوب جوګيزي په مشرۍ كښی د قلعه سيف الله او باديني له پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه۔ په دی موقع ګورنر ووئیل چی موجوده حکومت د پولې تجارت ته د ودې وركولو او ایران او افغانستان سره د تجارتی فعالیتونو ګړندی کولو هڅې كوي۔ ده ووئيل چې كه په ټوله صوبه كښې د وفاقي او صوبائي حكومت لخوا كومه پرمختيائي منصوبه په ټاكل شوي وخت بشپړه نه شي نو نه يوازې ستونزې بلكې د پروژې لګښت هم څو چنده زياتېږي۔ ده ووئيل د پولې تجارت زياتولو او د ګاونډيو هېوادونو تجارتي بازارونو ته د سوداګرو د لاس رسي لپاره د لارې هوارولو پلو خاص پام كولې شي۔ ده ووئيل په تفتان ٬ چمن ٬ نوشكي ٬ باديني او قمر الدين پوائنټس نوې تجارتي لارې پرانستلو سره به نه يوازې د هېواد معاشي نظام مستحكم شي بلكې په بلوچستان كښې به اقتصادي او تجارتي فعاليتونه هم زيات شي۔