ډېرہ اسماعيل خان كښې ټرافيكي پېښه – دوه كسان مړه٬ درې ټپيان

ډېرہ اسماعيل خان 29 مئي (اے پي پي) ډېرہ اسماعيل خان كښې په سي پېك سړك د ټرافيكي پېښې په نتيجه كښې دوه كسان مړه او درې ټپيان شوي۔ د تفصيلاتو له مخې په سي پېك سړك اسلام آباد ته روان موټر د ټائر چاؤدلو له امله اپوټه شو چې په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه او درې نور ژوبل شول۔ ژوبل او مړي نزدې روغتون ته رسولې شوي