د سېنېټ چيئرمېن د سردار عبدالرحمان کھیتران د زوي په مړينه غمرازي

كوئټه 29مئی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د صوبائي وزير سردار عبدالرحمان کھیتران كور ته تللو سره د هغه د زوي په مړينه افسوس او د غم دړد څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د ارواښاد بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔ د بلوچستان اولسي پارټۍ جنرل سېكرټري سېنېټر منظور احمد كاكړ ٬ سېنېټر محمد عبدالقادر او سېنېټر كهده بابر هم د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره وو۔