عمران نیازی د خپلي لمن څخه د 9 مئي تور داغ لري كولو او د اولس پام ګرځولو په خاطر اوس د مذاكراتو خبري كوي۔آفتاب احمد خان شیرپاو

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شیرپاو وئيلي دي چې عمران نیازی د خپلي لمن څخه د 9 مئي تور داغ لري كولو او د اولس پام ګرځولو په خاطر اوس د مذاكراتو خبري كوي۔خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل مذاكرات د سیاست برخه ده او د جمهوریت ښكلا ده ، په 9 مئي چې كوم حالات تحریك انصاف جوړ كړي او څه ډول ئې په ریاست، ریاستی ادارو او د پاك فوج بے توقیری كړې دې نه پس د مذاكرات عمل شاید اوس ممكن نه دې۔ده ووئيل عمران نیازی دې اول خپلو مقدمو سره مخ شي دې نه پس جمهوری روایات به مخ په وړاندې بوتللې شي۔