کراچۍ 27 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف لارښود او د سندھ پخواني ګورنر عمران اسماعیل د تحریك انصاف پرېښودلو اعلان كړې دې۔د خالي په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل زه نن د راخوشي كيدو نه پس د آزاد وګړي په حیثیت سره يم،زه د زندان كوم خطر نه لرم،په ما كومه مقدمه نشته،ما د لوئ سوچ نه پس پريكړه كړي چې د تحریك انصاف او د ټولو چوكو څخه استعفیٰ وركوم۔د سندھ پخواني ګورنر ووئيل سیاسی مستقبل په اړه تر اوسه كومه پريكړه مي نه ده كړي خو د هېواد خحذمت به جاري ساتم۔