د ګرمۍ موسم د رخصتو نوټيفيكېشن٬د سمرزون پرائمري سكولونه به 01 جون نه تر 31 اګست بند وي

اېبټ آباد 26 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا د تعليم محكمې د ګرمۍ د رخصتو نوټيفيكېشن جاري كړی۔پرائمري سكولونه به د 01 جون نه تر 31 اګست 2023 د ګرمۍ رخصتۍ له امله بند وي او مډل٬هائي او هائير سيكنډري سكولز كښې به د 15 جون نه تر 31 اګست بند وي۔د خېبرپښتونخوا تعليم محكمې ايليمنټري اينډ سكينډري ايجوكېشن ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې ونټر زون كښې د 01 جولائي نه تر 31 اګست د ګرمۍ رخصتي وي