پېښور ۔ 26 مئی (اے پی پی) د قبائلی ضلعې خېبر په شاہ کس لېوی سنټر كښې د لاسي بمي چاؤدنې پېښی په نتيجه كښې 2 پوليس اهلكار مړه او د ډي اېس پي په شمول 3 اهلكار ژوبل شوي دي۔ د پولیس له مخې په شاه كس لېوي سنټر كښې ډي اېس پي هېډكوارټرز نواز خان د مورچو د امنيت جاج اخستو په مهال د يو پوليس اهلكار په لاس كښې غلطۍ سره لاسي بم وچاؤدلو۔ د پېښې په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار کانسټېبل شاہ محمود او کانسټېبل نور اسلام په ځايې شهيد او ډی اېس پی هېډکوارټرز نواز خان، اے اېس آئی برکت شاہ او کانسټېبل صوبت خان ژوبل شو۔ ژوبل شوي طبي مرستې له پېښور حيات آباد ميډيكل كمپلېكس ته منتقل كړې شوي۔ د ډي پی او خېبر سلیم عباس کلاچی له مخې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي۔