د امنيتي ځواكونو قربانۍ د چا نه پټې نه دي ٬ د شهيدانو قربانۍ به ضائع كېدو له نه وركوٶ۔د بلوچستان وزيراعلي

کوئټه 25 مئي (اے پي پي) په كوئټه كښې د انسپكټر جنرل پوليس آفس كښې د شهيدانو يادګار په لړ كښې دستوره شوې چې پكښې د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو ٬ د سدرن كمانډ كمانډر ليفټينيټ جنرال آصف غفور ٬ د بلوچستان آئي جي د شهيدانو په په يادګار د ګلونو څادر خپرولو سره شهيدانو ته سلام كړے٬ په دې موقع امن لپاره د پاك پوځ د كردار ستائنه هم وشوه۔ په دستوره كښې صوبائي داخله وزير ضياء لانګو ٬ د بلوچستان چيف سېکرټري عبدالعزيز عقيلي پشمول اعلٰې عسكري او سول چارواكو سره سره د شهيدانو كورنيو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ په دې موقع د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړے شو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعلي په صوبه كښې امن لپاره د پاك پوځ د قربانيو ستائنه كولو سره ووئيل د امنيتي ځواكونو په سبب په بلوچستان كښې امن راغلے۔ ده ووئيل پاك پوځ د ترهګرۍ لعنت خاتمه كړې ۔ ده ووئيل د احتجاج په لمن كښې ټوپك ته لاس كول د غندنې وړ عمل دے۔ دستوره كښې د بلوچستان پوليس انسپكټر جنرل عبدالخالق شېخ خپلې وېنا كښې ووئيل د امنيتي ځواكونو او د دوي قربانۍ د چا نه پټې نه دي ٬ د دوي قربانۍ به ضائع كېدو له نه وركوٶ٬ د پاك پوځ٬ اېف سي٬ پوليس او د لېوېز پشمول نورو قانون نافذ كوٶنكو د قربانيو په سبب امن راغلے٬ د شهيدانو كورنۍ به تنها نه پرېږدو