د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان په كوربتوب كښې آل پارټيز كنفرنس وشو

پیښور 25 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان په كوربتوب كښې آل پارټيز كنفرنس وشو۔په وزيراعلٰی هاؤس كښې صوبې ته رامخې ته شوو د مالي مسئلو حل لپاره نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان په كوربتوب كښې آل پارټيز كنفرنس كښې د عوامي نېشنل پارټي خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان٬سېكرټري جنرل سردار حسېن بابك او جواد خټك ګډون وكړو۔د خزانې محكمې چارواكو لخوا د غونډې ګډون كوونكو د صوبې مالي مسئلو او وفاق سره د تړلو مالي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر ايمل ولي خان په هر فورم د صوبې مقدمه كولو او حقونو لپاره سياسي تړون نه پرته شريكو هلو ځلو كښې د هر ډول مرستې باور وركړو۔