شمالي وزيرستان كښې شهيد شوے عسكر جواد خان د پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو

هري پور 25 مئي (اے پي پي) په شمالي وزيرستان كښې شهيد شوے د پاك پوځ عسكر جواد خان د پوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلے شوے ، د شمالي وزيرستان په دته خېل بازار كښې په ځانمرګي بريد كښې شهيد شوے پوځي ځوان جواد خان د جنازې مونځ هري پور كښې د زيارت په ورځ خپله آبائي سيمه دوبندي بالډهېر كښې ادا كړے شو۔ په دې موقع د پوځ يوې چټك ډلې شهيد ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو او په قبر ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔ د شهيد په كورنۍ كښې دوه خوېندې ٬ دوه وروڼه او پلار شامل دي