پېښور 25 مئي (اے پي پي) يومِ تکريمِ شهداء پاکستان پحقله په پېښور کور هيډ کواټر پېښور كښې دستوره شوې ٬ په دې موقع د پېښور کور کمانډر لېفټيننټ جنرل حسن اظهر حيات د پاكستان شهيدانو د لازواله قربانو اعتراف كولو سره په يادګارونو د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني كړې۔ په دې موقع کور کمانډر د شهيدانو كورنيو سره ملاقات هم كړے او د دوي قربانيو ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې لړ كښې په ترسره شوې دستوره كښې په لويه شمېر د شهيدانو كورنيو٬ عسكري او سول چارواكو، سول سوسائټي، لوبغاړو، د سکولونو او پوهنتونونو زده كوٶنكو٬ علماﺀ كرامو٬ مشائخو٬ د تجارانو ورورولۍ٬ ډاكټرز او د مائنارټيز نمائندګانو ګډون كولو۔ د خېبرپښتونخوا چيف سېکرټري نديم اسلم او د پوليس آئي جي اخترحيات ګنډاپور هم کور کمانډر پېښور سره وو