پیښور 25 مئي (اے پي پي)پېښور ماډل ټاؤن ريګي پوليس سټېشن په حدود كښې په ناكه بندۍ په ځاے كړے شوے بم شنډ كړے شوے ٬ د پېښور پوليس وياند له مخې شرخوښو 10 كلوګرام چاودېدونكي توكي په كنكريټ كښې په ځاے كړې وو۔بم ډسپوزل يونټ (بي ډي يو)ډلې د واټر چارج د لارې بم شنډ كړے۔د پوليس له مخې د شرخوښو لټون لپاره په سيمه كښې سرچ اپرېشن روان دے