شهيدانو زمونږ اتلان، د هغوي د قربانو په سبب مونږ په خپلواكه فضاﺀ كښې ساه اخلو۔ په يوم تکريم شهدا د لنډ مهاله وزيراعلٰې اعظم خان پېغام

پېښور 25 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعليٰ محمد اعظم خان وئيلي دي د يوم تکريم شهدا لمانځلو مقصد د شهيدانو لازواله قربانو ته پېرزوئنې وړاندې كول دي٬ شهيدان زمونږ اصل اتلان دي د كومو د قربانو په سبب چې مونږ په سوله ايزه او خپلواكه فضاﺀ كښې ساه اخلو۔ د يوم تکريم شهداء ( 25 مئي) په موقع خپل پېغام كښې لنډ مهاله وزيراعليٰ ووئيل د هېواد بقاء او د اولس د ځان او مال حفاظت لپاره پاك پوځ او نورو امنيتي ادارو د فرض شناسۍ لازواله داستانونه جوړ كړي٬ چا چې د هېواد سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔ محمد اعظم خان ووئيل قام د شهيدانو عظيمې قربانۍ هېڅ كله نشي هېرولې، د قام په حېث مونږ د خپلو شهيدانو په قربانيو واړ لرٶ او مونږ د دې عزم څرګندونه كوٶ چې د هېواد د جغرافيائي٬ نظرياتي پولو حفاظت لپاره به امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔ لنډ مهاله وزيراعليٰ ووئيل په نننۍ ورځ مونږ پاك پوځ او د نورو امنيتي ادارو غازيانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ مونږ د شهيدانو د كورنيو حوصلو ته سلام كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره لاس په دعا يو