شمالي وزيرستان 24 مئي (اے پي پي) شمالي وزيرستان كښې په امنيتي پوسته ځانمرګے بريد شوے۔پوليس له مخې د شورو په ورځ دته خيل تحصيل كښې په لياقت چيك پوسټ ځانمرګے بريد شوے۔په چاودنه كښې د يو پوليس اهلكار او د يو سويلين پشمول 4 كسان شهيدان شوې دي۔شهيدو شوو كسانو كښې پوليس اهلكار حكيم جان او نامعلوم سويلين شامل دي۔د پوليس له مخې په ژوبل شوو كښې پوليس اهلكار شاكر هم شامل دے۔په حق رسېدلې كسان او ژوبل شوي د ميرانشاه روغتون ته منتقل كړے شوي ۔د چاودنې نه پس پوليس پلټنې پېل كړې دي ۔