په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي 7 ورځني كمپائن په دويمه ورځ هم دوام لرلو

پېښور۔23مئی(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي 7 ورځني كمپائن په دويمه ورځ هم دوام لرلو۔ د پوليو چارواكو له مخې دې كمپائن لپاره د تربيه شوو پوليو وركرز 13 زره 869 ډلې تشكيل كړې شوي ۔ د دې ډلو فعالا څارنې له 3 زره 318 ایریا انچارجز او د دې فعاله امنيت باوري كولو له 21 زره 254 پولیس اهلكار تعينات كړې شوي۔ د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال به د صوبې 12 ضلعو پشمول نوښار ، پېښور ، سوات، باجوړ، ھنګو، کرک، خېبر، کوهاټ، کرم، مومند، اورکزئی او چارسده كښې تر 5 كاله عمر لرونكو 33 لکه 53 او بونېر ، كوز چترال، كوز دیر، هری پور، مانسهرہ، مالاکنډ، مردان او صوابۍ كښې افغان كېمپونو او په پاك افغان پوله پرتو بېلو ضلعو كښې دغسې بر چترال، بر دیر او د كوز دیر يونين كونسلو كښې به په مجموعي توګه 1 لك 82 زره ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركولې شي