پېښور۔22مئی (اے پی پی) د صوبائي سر ښار پيښور پشمول د صوبې په نورو سيمو كښې د 5.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړے شوي ۔ د پاكستان مېټروجېكل ډيپارټمنټ (پي اېم ډي) ترمخه د پېښور په شمول نوښار، صوابۍ، مردان، چارسده، ملاکنډ او نورو سيمو كښېے د ګل په ورځ سهار په 10:43 بجې د زلزلې جړقونه محسوس شول۔ د زلزلې مركز په زمکه كښې 91 کیلومټره ژوره ؤ ۔ دغسې د زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمه کښې ؤ۔ د زلزلې له امله په سمدستي توګه د کوم ځاني يا مالي زیان په اړه راپور نه دے ترلاسه شوے