خېبرپښتونخوا كښې د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د بارانونو د نوې سلسلې پېل كېدو امكان دے۔ د موسميات محكمه

پېښور 22 مئي (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د بارانونو د نوې سلسلې پېل كېدو امكان دے كوم به چې دمه په دمه تر 26مې مئي جاري وي۔ د موسميات صوبائي څانګې له مخې د بارانونو او ږلۍ له مخې ضلعي انتظاميه او اړوندو ادارو ته د وړاندې نه د اقدامات كولو امر شوے ٬ دغسې چې سېلګري هم د صورتحال نه خبر كړے شي او ھغوي د سفر په مهال اختياط وكړي۔د پي ډي اېم اے ډائرېكټر جنرل وئيلي دي اېمرجنسي آپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعاله دے او اولس دې معلومات او لارښودنې لپاره زمونږ په هېلپ لائن 1700 رابطه وكړي