اېمل ولي خان د پخواني اېم پي اے اورنګزېب خان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پیښور۔22مئی (اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټي (اے این پی) صوبائی صدر اېمل ولی خان د پخواني صوبائي غړي اورنګزېب خان په مړينه غم رازي ښكاره كړې ده۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل ارواښاد اورنګزېب خان د قومي تحريك قيمتي اثاثه ؤ۔ قومي تحريك لپاره د هغه د كورنۍ خدمت او قربانۍ به ټول عمري له ياد ساتلې شي۔ د هغه په حق رسېدل خپلې كورنۍ سره سره عوامي نېشنل پارټي لپاره يو نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي