په روايتي اېندھن د پاکستان انحصار كمولو لپاره به موثره او ماحول دوست ټرانسپورټ ټېكنالوجۍ ته وده وركول وي۔ صدر ډاكټر عارف علوي

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په هېواد كښې د پاك او ماحول دوسته ټرانسپورټ ودې په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي په روايتي اېندھن د پاکستان انحصار كمولو لپاره به موثره او ماحول دوست ټرانسپورټ ټېكنالوجۍ ته وده وركول وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې دا خبرې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د ځائي الېکټرك موټر سائيکل جوړونكې كمپنۍ پلاوي سره كړې چا چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت سره ملاقات كولو۔ صدر مملکت ووئيل ګرېن ټرانسپورټ به د آلودګۍ په كمي او پاكستان پاكولو له مرستهياله وګرځي، ګرين ټرانسپورټ څخه د كاربن اخراج ، ماحولياتي آلودګي او د اېندھن درآمدي بل كمولو له به مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره نوې ټيكنالوجيز ضروري دي، کاروباري ورورلي دې صنعتي اپ ګرېډېشن او جدت پلو پام وګرځوي ٬ جديد ټرانسپورټ ټيکنالوجيز به پاکستان كښې نوو صنعتونو ته وده وركولو له مرستياله وګرځي۔ صدر مملکت ووئيل جديد ټرانسپورټ ځوانانو ته د روزګار موقعې او د هېواد سماجي او اقتصادي حالت ښه كولو له مرسته كولې شي