کراچۍ۔ 21مئی (اے پی پی) د پاکستان انټرنېشنل ائیر لائن(پی آئی اے) اولنې حج پرواز پی کے773 کراچۍ څخه 328 حاجيان صاحبان اوړلو سره سهار وختي مدينې منورې ته روان شو۔ د پي آئي اے وياند له مخې د پي آئي اے چيف آپرېټنګ آفيسر امان الله قرېشي ٬ د بي آئي اېس پي ډي جي امتیاز شاہ، حج ډائرېكټر (كراچي) سجاد حېدر او د پي آئي اے چارواكو حج له تلونكو ته په مخه ښه ووې۔ حج له د تلونكو په درناوي كښې يو ساده مګر پروقاره دستوره وشوه په كومه كښې چې حاجيانو صاحبانو څخه د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره د خصوصي دعاګانو كولو غوښتنه وكړې شوه۔ اسلام آباد څخه اولنے پرواز پی کے 743 به نن د شپې پو باندے 9 بجې مدينې منورې ته روانېږي۔ د روان كال په مهال به د پی آئی اے 320 خصوصی حج پروازونو د لارې 65 زره نه زيات حج كوؤنكي حجاز مقدس ته رسولې شي۔ دا حج آپرېشن به تر 22 جون دوام لري او حج څخه وروستو به 2 جولائي څخه تر 2 اګست بشپړ كولې شي۔