پېښور 20 مئي (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند خېبر پښتونخوا صدر ایمل ولی خان په زیده كښې د خدائی خدمتګار عبدالعزیز خان كاكا نمسي او د صوبائی كونسل غړي عبدالرحمان خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ ضلعی سینئر نائب صدر او چیئرمین تحصیل رزړ غلام حقانی، جنرل سیكرټری نوابزاده خان، ركن مركزی كمېټی سلیم خان ایډوكیټ، واجد علی خان، ایاز شعیب خان او نور ضلعی او تحصیل ذمه داران هم په دې مهال موجود وو۔