کوئټه۔19مئی(اے پی پی) د بلوچستان حکومت وياند فرح عظيم شاه په ژوب کښې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق قافلې ته نزدې د چاؤدنې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي په ترهګرۍ کښې ښکېل عناصر به هيڅکله په خپلو مذمومو مقاصدو كښې بريالي نه شي۔ د پاك پروردګار شكر دے چې د جماعت اسلامي امير او نور لارښود په دغه پېښه كښې سلامت پاتې شوي ۔ وياند د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ ده زياته كړه چې امن دښمنه عناصر د صوبې امن ته د زيان رسولو هڅې كوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خاتمه به په هر صورت باوري كولې شي